سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+نیوزیلنډ نړیوال شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه

نیوزیلنډ نړیوال شل اوریز جام ته لوبډله اعلان کړه

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۹) د هند په کوربه توب د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوره جام په عمان او عربي متحده اماراتو کې ترسره کېدونکی دی.

اوسمهال د هر هېواد لوبډله هڅه کوي دې لوبو ته یوه غوره لوبډله اعلان کړي.

نیوزیلنډ یواځنۍ لوبډله ده، چې دې لوبو ته یې شپاړلس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې مشري یې کين ویلیمسن کوي.

په راتلونکي نړيوال جام کې د ټولو ۱۶ هېوادونو څخه یواځینی هېواد نیوزیلنډ دی، چې ۶۷ ورځې وړاندې يې لوبدله اعلان کړه.

په دې لوبو کې نیوزیلنډ په دوهم ګروپ کې له افغانستان، هندوستان، پاکستان او دوه نور هېوادونه چې له غوراوي پړاو وروسته به ګروپ سره یوځای کېږي لوبېږي.

د یادونې ده، چېد ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام د اکټوبر په ۱۷مه نېټه په عمان هيواد کي د لومړي پړاو لوبو سره پيليږي، چي له اته لوبډلو څخه څلور يې له نورو ۸ لوبډلو سره يو ځای کيږي.

دغه راز به بیا د اکټوبر په ۲۴مه نېټه د غوره ۱۲ لوبډلو لوبې پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب