سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهخليلزاد پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره دوحې ته ځي

خليلزاد پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره دوحې ته ځي

تاند ( سه شنبه د اسد‌۱۹ مه ) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ښاغلی خلیلزاد به په دې غونډه کې پر طالبانو فشار راولي،چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي،چې خلیلزاد به په دې غونډه کې یو ځل بیا طالبانو ته په ډاګه کړي،چې د زور له لارې رامنځته شوی حکومت ورته د منلو نه دی او طالبان باید له سیاسي لارې د افغانستان د کشالې د حل هڅې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي،چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا د واشګنټن پر دې دريځ ټينګار وکړي، چې هغه حکومت ورته د منلو نه دی،چې بشري حقونه پکې نقض شي.

ددوحې دوه ورځنۍ غونډه د قطر په کوربتوب او د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ نن جوړېږي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله،د افغانستان د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري پرون په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړل.

1 COMMENT

  1. بنین سیوان همداسی له ډاکټر نجیب الله له دولت سره خیانت وکړ لکه څنګه چی اوس خلیلزاد له ډاکټر اشرف غنی سره خیانت شروع کړی چی اوسنی رسمی دولت په شتون کی له یوه جنګی ډلی سره د سولی تړون لاسلیک کړ مګر دده تګ د شیطانت لپاره ده ترڅو دواړه طرفه په جنګ واچوی او امریکا پدی خړو اوبو کی خپل ماهیان ونیسی، داسی ښکاری چی امریکا غواړی د روسیی او ایرن پر ضد افغانستان کی نظامی آډی غواړی چی افغان دولت د خپل ګاونډی لپاره یی نه ورکوی مګر پاکستان هر وخت ورته ټټر ډبولی او داسی ښکاری چی طالبان به له څه مودی وروسته د پاکستان د فشار په واسطه د ایران او روسیی او چین پر ضد نظامی آډی ورکړی مګر هغه وخت به بیا نه جهاد وی او نا غربی هیوادونو ضد خبری مګر هرڅه سم وی نو ویلای شو چی دا هرڅه د امریکا، برتانیی له لوری دستور د پاکستان په واسطه کیږی ځکه همدا امریکا او برتانیه پاکستان سره مالی او نظامی مرسته کوی چی پاکستان پدی ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جګړه کی د جنګی ډلو مالی ملاتړ کړی او ورسره څنګه همدی پاکستان د طالبانو پر ضد امریکا ته نظامی آډه ورکړ او دوی نظامی ورباندی وپرځاوو او اوس بیا هم هوایی حریم ورکړ او په هلمند او نورو هیوادونو کی امریکا په ۵۲ ډوله طیارو په وسیله بمبار کوی نو لدی معلومیږ چی امریکا او برتانیه او پاکستان له افغانستان هر نظام سره دوه مخیتوب کړی (تاریخ ولولی ترڅو د امریکا ، برتانیی او پاکستان په دوه مخیتوب خبر شی)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب