سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او خلکو د دفاع مسئولیت لري

امریکا: افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او خلکو د دفاع مسئولیت لري

تاند(سه‌شنبه، اسد١٩) – د طالبانو په لاس د شپږو ولایتونو د ښارونو له سقوط وروسته اوس امریکا د افغانستان وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي، افغان ځواکونه په خپله د خپلو سيمو او خلکو د دفاع مسئولیت په غاړه لري.

د امریکا دفاع وزارت وياند جان کربي وویل، د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو وړتياوې لوړې دي او اوس د دغو ځواکونو رهبرۍ پورې اړه لري چې څنګه له اوسني وضعیت څخه د وتو لاره وسنجوي.

د امریکا دفاع وزارت داسې مهال دغه څرګندونې وکړې چې دامهال د هلمند، کندهار او هرات ښارونو په ګډون د شمال په اکثرو ښارونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

په ورته مهال لسګونه زره افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د هشټګ په يوه کمپاين سره له درېیو ورځو راهیسې پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې د روانې جګړې له امله د ملکیانو مرګ ژوبله اندېښمنوونکې وبلله.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې ديبرالاينز تېر مازدیګر له ولسمشر غني سره په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د سولې هڅې ډېرې او چټکې کړل شي.

د لاینز په خبره د طالبانو له لوري د بریدونه زياتوالى د سولې د روحيې خلاف او د بشري حقونو نقض بلل کېږي او زياتوي، ملګري ملتونه د دې غوښتونکي دي چې ښکېل لوري دې د جګړو پر ځای پر سوله او مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.

بل لور ته د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري تېره ورځ ناوخته په دې غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته تللي دي.

دا غونډه چې د قطر په بلنه او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره کېږي د افغانستان د سولې بهیر د همکارو هېوادونو استازي په کې برخه اخلي.

د سولې دا هڅې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده دي او طالبان تېرو څو ورځو کې د لږ تر لږه شپږو ولایتونو مرکزونو ته ننوتلي دي.

د معلوماتو پر اساس په دې جګړو کې ډېر خلک وژل شوي او زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب