سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+شان ټایټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی شو

شان ټایټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی شو

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۹) د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې شان ټایټ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو.

د استرالیا ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی شان ټايټ اصلي نوم یې شان ویلیم ټایټ دی.

نوموړی د ۱۹۸۳ کال د فبرورۍ په ۲۲مه نیټه زېږېدلی او اوسمهال ۳۸ کال عمر لري او د شپږ فوټه او پنځه اینچه قد لرونکی دی.

ټایټ په ۲۰۰۴ کال د استرالیا لوبډلې ته راغی او په ۲۰۱۶ کال یې وروستۍ لوبه ترسره کړې ده.

هغه ټولې ۳۵ یوه ورځنۍ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۶۲ لوبغاړي سوځولي چې

غوره توپ اچونه یې د ۳۹ منډو په ورکړه د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

دغه راز ۳ ټیسټ لوبې یې ترسره کړي، چې په دې لوبو  ۵ ویکټې ترلاسه کړي، چې غوره توپ اچونه یې د ۹۷ منډو په ورکړه د ۳ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړی په شل اوریزو او فرسټ کلاس لوبو کې هم ښه ځلېدلی دی.

شان ټایټ د نړۍ د چټکو توپ اچوونکو په ډله کې هم ډېر شهرت لري او تر شعیب اختر وروسته دوهم نوم یادېږي، چې چټکه ټوپ اچونه یې کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب