سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+بنګله دېش، اسټرالیا ته تاریخي ماته ورکړه

بنګله دېش، اسټرالیا ته تاریخي ماته ورکړه

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۹) بنګله دېش په وروستۍ ۵مه شل اوره لوبه کې هم اسټرالیان له ماتې سره مخ کړ. په دې لوبه کې چې تېره شپه ترسره شوه په کې بنګله دېش په ۶۰ منډو اسټرالیا مات کړ.

په دې سره د پنځه شل اوریزه لوبو دغه لوبلړۍ بنګله دېش ۴-۱ وګټله.

بنګله دېش د دې لوبلړۍ په ګټلو سره د ځان لپاره په کرکټ کې تاریخ جوړ کړی.

دا یې لومړی ځل دی، چې له اسټرالیا لوبلړۍ ګټي او په ۵ لوبو کې ترې ۴ لوبې ګټي.

په وروستۍ لوبه کې کې بنګله دېش لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د اتو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ.

اسټرالیا خپله لوبډله په ډېرو کمو منډو له لاسه ورکړه او یواځې یې ۶۲ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.

اسټرالیا په همدې منډو سره د نړۍ  د کمو منډو جوړولو په لوبډلو کې ۱۷ ام ځای هم خپله کړ.

اسټرالیا د کمو منډو په رېکارډ کې ۱۷ مقام خپل کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب