ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
تاریخونه لیکي چې کله نادر افشار د هند د نیولو تکل درلود، په لاره کې يې یو ماشوم مخې ته راغی چې مدرسې ته روان و.
نادر افشار له ماشوم نه پوښتنه وکړه:
– زویه! څه شی لولئ؟
ماشوم زر ځواب ورکړ:
– قران
نادر افشار بیا پوښتنه وکړه:
– د قران کریم کوم ځای لولئ؟
ماشوم بیا ځواب ورکړ: انّا فتخنا…
د ماشوم ځواب نادر افشار ډېر خوشحاله کړ او په دغه آیت يې د خپل بري فال ونیوه.
نادر افشار ماشوم ته د سرو زرو یوه سکه ورکړه، مګر ماشوم د سکې له اخیستلو څخه ډډه وکړه.
نادر افشار ورته وویل:
– ولې سکه نه اخلئ؟
ماشوم ځواب ورکړ:
– بیا مې مور ما وخي او وايي چې پټ کړی دی دي.
نادر افشار وویل:
– مور ته دې ووایه چې نادر افشار راته دا سکه راکړه!
ماشوم بیا وویل:
– مور مې باور نه کوي او وايي به چې نادر ډېر سخي سړی دی، هغه یوه سکه چاته نه ورکوي، که هغه در کولای، نو زیاتې به يې درکولې.
د ماشوم خبره د نادر افشار په زړه ډېره ښه ولګېده، جب ته يې لاس کړ او ماشوم ته يې یو موټی ډک د سرو زرو د سکو ور کړ.
تاریخونه وړاندې لیکي چې په همدې سفر کې نادر افشار په محمد شاه ګورګاني باندې بریالی شو او هغه ته يې ماتې ورکړه.
“بیا مې مور ما وخي او وايي چې پټ کړی دی دي”.
خدای مو خوار کړہ لا لہ دې پښتو سرہ.