شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاتلویزیون ته ډیره ناسته عمر کموي

تلویزیون ته ډیره ناسته عمر کموي

تاند- یوه څیړنه ښیي، هغه کسان چې په  شواروز کې تر دوه ساعته ډیر وخت تلویزیون ته ناست وي، د زړه په ناروغیو یې د مبتلا کیدو خطر دوه برابره زیات دی. د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم، نوې څیړنې ښودلې ده چې تلویزیون ته ډیر وخت تیرول، په صحت باندې ښه اثر نه اچوي.

  د لندن په یونیورسټي کالج کې د عامې روغتیا ماهر امانویل سټاماکیز چې د دې څیړنې د ټیم یو غړی دی، وایي چې : دا اوس د ډیرو  کسانو عادت دی چې له دفتره به نیغ کور ته ځي او هورې به په ساعتونو ساعتونو تلویزیون ته کښیني، خو دا عادت د زړه او له لویه سره ز موږ د روغتیا لپاره ښه نه دی.

  د امانویل سټاماکیز په قول، د هغو ساعتونو د ژوند طرز په روغتیا باندې ډیر اثر لري چې له کاره وروسته په کور کې تیریږي. څرنګه چې اکثره کسان په دفترونو کې د میزونو تر شا ناست وي او یا له کمپیوټر سره بوخت وي، نو که کور ته لاړ شي او هورې هم تلویزیون ته کیني، بدن یې غیرفعال پاتیږي او دغه حالت د روغتیایي ستونزو سبب ګرځي.

  د دې څیړنې په وخت د څلورزره پنځه سوه دولس کسانو، له کاره وروسته د کور ژوند مطالعه شو او د دې مطالعې په نتیجه کې پته ولګیده چې کومو کسانو څلور ساعته یا تر دې هم ډیر وخت تلویزیون ته تیراوه، تر هغو کسانو یې د مختلفو ناروغیو په وجه  د مړینې خطر اته څلویښت فیصده زیات و چې په شواروز کې تر دوه ساعته لږ وخت تلویزیون ته کیناستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب