شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه قطر کې نن د افغانستان د سولې په اړه غونډه...

په قطر کې نن د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړېږي

تاند (سه شنبه د اسد ۱۹مه ) ټاکل شوې ده، نن په دوحه کې د افغانستان د سولې په هکله یوه غونډه جوړه شي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی پرون په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون دوحې ته ولاړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ددې غونډې د جوړېدو موخه د سولې بهیرچټکتیا او په افغانستان کې د تاوتریخوالي درېدل ګني.

دغه غونډه د قطر هېواد په کوربتوب او د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ جوړېږي،چې د چین، روسیې، امریکا او پاکستان استازي به هم پکې ګډون وکړي.

که څه هم په افغانستان کې جګړې براخې شوي او طالبانو پر ښارونو خپل بریدونه پېل کړي دي، خو د سولې هڅې هم روانې دي.

د دغو هڅو په لړ کې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په تړاو د افغانستان د سولې د ملاتړو هېوادونو، افعان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړېږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې دغه غونډه به د اګست په لسمه پېل او تر دوولسمې دوام ولري.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله،د افغانستان د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سیدسعادت منصور نادري د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړل.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، دغه غونډه د قطر په کوریتوب او د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ جوړېږي.

په دې غونډه کې به د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي هم ګډون وکړي.

خو طالبان وایي، چې دغه ډله به په دې غونډه کې د ګډون لپاره څو ساعته وروسته پرېکړه وکړي.

په دوحه کې د افغانستان د سولې په هکله غونډه په داسې حال کې جوړېږي،چې په وروستیو ورځو کې د جګړې په زیاتېدو سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې کمپاینونو هم پېل شوي دي.

پر دې سربېره، د جګړې زیاتېدو د سولې پر خبرو سیوری غوړلی دی او په دې وروستیو کې د افغان حکومت دریځ هم د هغې جګړې پرضد جګړه ده،چې د حکومتي چارواکو په وینا پر دوی تپل شوې ده.
ولسمشر غني پرون هم په همدې هکله له یو شمېر سیاسي مشرانو سره خبرې وکړي.

ولسمشرۍ مانۍ وایي، چې په دې کتنه کې د امنتیي ځواکونو او جمهوریت د دوام او پایښت پر ملاتړ سربېره، د ولسي پاڅونوالو د پياوړتیا او سمبالتیا پرېکړه شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سروردانش، د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف،عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، محمد محقق، د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني، او د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار ګډون کړی و.

په دې غونډه کې په داسې حال کې د ولسي پاڅونوالو د پیاوړتیا او تجهیز پرېکړه شوې ده،چې طالبان د افغانستان د پنځو ښارونو د نیولو ادعا کوي،خو حکومت وایي چې په دغو ښارونو کې مقاومت دوام لري.

روانې جګړې د افغانستان د سولې پر بهیر سیوری غوړولی دی او ډیری هېوادوال یې د سولې پر خبرو بې باوره کړي دي، خو وبه لیدل شي چې د دوحې غونډه به څه پایلې ولري او که نه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب