جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهجلال آباد ښار کې وسله والو کسانو ۳ تنه مړه او ټپیان...

جلال آباد ښار کې وسله والو کسانو ۳ تنه مړه او ټپیان کړل

تاند ( شنبه، د اسد ۹) د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې نن سهارشاوخو اته بجې د جلال آباد ښارپه لومړۍ ناحيه کې ناپېژاندو وسله والو ۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د والي وياند عطاالله خوږياڼي وایي، چې نن سهار په یوه هندي ريکشا کې سپرو وسله والو کسانو  پر يو امنيتي کس ډزې وکړې.

خوږیاڼی زیاتوی په دې پېښه کې امنیتي کس چې هویت یې نه ښیي وژل شوی او دوه ملکیان ټپيان دي.

نوموړی زیاتوي، چې  وسله وال له سیمې تښتېدلې او د نیولو هڅې روانې دي.

د والي د ویاند په خبره ټپيان حوﺯوي روغتون ته لېږدول شوي چې اوس یې حالت  د ډاډ وړ دى.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب