جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+بالیووډ: د «بيل بوټم» فلم د اګسټ په ۱۹مه خپرېږي

بالیووډ: د «بيل بوټم» فلم د اګسټ په ۱۹مه خپرېږي

تاند ( شنبه، د اسد ۹) د هندي سینما یا بالیووډ د مشهور اداکار اکشی کمار نوی فلم د خپرېدو درشل کې دی.

نوموړي د خپل نوي فلم د خپرېدو وروستۍ نېټه وروسته له هغې وښوده، چې په پرلپسې ډول یې د خپرېدو نېټه رد شوه.

هندي رسنۍ وایي، چې ټاکل شوې وه چې د «بيل بوټم» فلم د روان کال د جولای په ۲۷مه نېته خپور شي. خو اوس یې د خپرېدو نېټه بیا وځنډېده.

تازه ویل کېږي، چې دغه فلم په راتلونکې میاشت کې د سینما پرمخ راڅرګند شي.

د دې فلم د خپرېدو د مخنیوي ستر لامل د کورونا ویروس ګڼل شوی دی.

اکشي کمار هم په خپل ټوېټر د دې فلم یو کوچنی ټرایلر خپور کړی دی او د فلم د خپرېدو نېټه یې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۹ نېټه ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب