Homeسپورتسرېلانکا په خپلو ۳ لوبغاړو یو کلن بندیز ولګاوه

سرېلانکا په خپلو ۳ لوبغاړو یو کلن بندیز ولګاوه

تاند ( شنبه، د اسد ۹) د سرېلانکا کرکټ بورډ په خپلو درېیو لوبغاړو د نړیوال کرکټ یوکلن او د کورنیو سیالیو ۶ میاشتې بندیز ولګاوه.

دوی په درهم کې د بایوببل څخه سرغړونه کړې وه.

په دې لوبغاړو کې دانوشکا ګونتالیکا، کوشال منډېس او نیروشان ډیکویلا شامل دي.

دوی تېره میاشت په انګلستان کې د بایوببل (د لوبو پر مهال احتیاطي تدابیر) څخه سرغړونه کړې وه.

سرچینه وایي، چې دوی دغه راز  هر لوبغاړی۱۰ میلیونه روپۍ، چې ۵۰ زره امریکايي ډالر کېږي هم جریمه  کړ.

دا درې واړه لوبغاړي د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...