جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۹ طالبان مړه او ټپيان...

ننګرهار کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۹ طالبان مړه او ټپيان شول

تاند ( شنبه، د اسد۹) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو د دې ولایت په سپين غر او اچين  ولسوالیوکې د ۴ پاکستانيانو په ګډون ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، چې دا پېښې د یادو ولسوالیو په باغدرې، نرګوسۍ، مامند درې او وچ کوټ سيمو کې تېره شپه رامنځته شوې دي.

نوموړی وایي د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې د درې پاکستانيانو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شوی او په خبره یې د عمر افريدي په نوم د يو پاکستاني په ګډون ۹ نور ټپيان شول.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې په دې نښتو کې د سيمه ييزې اردو دوه سرتيري هم ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

جلال آباد ښار کې وسله والو کسانو ۳ تنه مړه او ټپیان کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...