Homeخبرونهپه لغمان کې دوو ټرافیکو پېښو کې ۲۰ کسان مړه او ١٨...

په لغمان کې دوو ټرافیکو پېښو کې ۲۰ کسان مړه او ١٨ ټپیان شوي دي

تاند(شنبه، اسد٩) – د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د دوو ټرافیکي پېښو له امله ٢٠ کسان مړه او ١٨ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي وویل: “تېره شپه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د نارنج باغ سيمه کې د سراچې او کاسټر ټکر له امله ٨ تنه مړه او ١٠ ټپیان دي چې ماشومان او ښځې په کې شاملې دي. دغه راز نن سهار د عزیز خان کڅ په سيمه کې د يوې ټوډې موټر او دوو سراچو د ټکر له امله ١٢ مړه شوي او ٨ ټپیان دي.”

دولتزي زياته کړه، د دواړو پېښو مړه او ټپيان د لغمان او ننګرهار ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ياده دې وي، چې پر لويو لارو ټرافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي چې هر کال لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...