شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا د انساني قاچاق او بچه بازي قربانيانو سره مرسته کوي

امریکا د انساني قاچاق او بچه بازي قربانيانو سره مرسته کوي

تاند(شنبه، اسد9) – په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د انساني قاچاق او بچه بازي قربانیانو ته حیاتي خدمات وړاندې کوي.

د امریکا سفارت پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي، د خوراکي توکو، طبي پاملرنې، روانشناسي خدمتونو، تعلیمي او حرفوي روزنې، فردي و فامیلي مشورتي خدمتونو، او د انساني قاچاق د ښځینه او ماشوم قربانیانو قانوني ملاتړ تر څنګ دغه پروژې د جنسي ځورونې قربانیانو سره مرسته کوي څو هغوی عدالت ته لاسرسی ومومي او په ټولنه کې خپل عزت و وقار بیا ترلاسه کړي.”

دغه سفارت زياتوي، د غیر دولتي موسسو همکاران همدارنګه د انساني قاچاق په اړه د روزنې او پوهاوي زمینه برابروي او د قربانيانو کورنیو، علماوو، حکومتي چارواکو، او نورو ته د انساني قاچاق د ناوړه جرم په اړه روزنه او پوهاوی ورکوي، او په دې خبره تاکید کوي چې د انساني قاچاق قربانیان په داسې شرایطو کې بېګناه دي.

ياده دې وي چې انساني قاچاق او بچه بازي اوس هم په افغانستان کې دوام لري او ډېرى افغانان يې قربانيان دي.

د افغانستان د عدلیې وزیر څه موده مخکې ویلي و، چې د حکومت ځینې پخواني چارواکي په انساني قاچاقو تورن دي.

فضل احمد معنوي د دغو تورنو کسانو د هویت څرګندولو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو دا یې ویلي چې د یادو کسانو دوسیې په عدلي او قضايي بنسټونو کې تر څیړنو لاندې دي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په محاکمو کې د انساني او کډوالو د قاچاق او د بچه‌ بازۍ ۲۳۵ قضیې تر څېړنو لاندې دي.

ښاغلي معنوي ویلي “په دغو قضیو کې ۱۵۷ د انسان د قاچاق، ۶۵ د کډوالو د قاچاق او ۲۱ د بچه بازۍ قضیې شاملې دي.”

د افغانسان د عدلیې وزیر له دې مخکې تایید کړې، چې د انساني او د کډوالو د قاچاق په مهال له ماشومانو څخه جنسي استفاده کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ پر بنسټ تېر ۲۰۲۰ کې افغانستان د انسان قاچاق کې دریم او په ۲۰۱۹ کې یې دویم ځای درلوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب