شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامريکا په افغانستان کې پر طالبانو د بي 52جنګي الوتکو بريدونه زيات...

امريکا په افغانستان کې پر طالبانو د بي 52جنګي الوتکو بريدونه زيات کړي

تاند( شنبه د اسد ۹مه) په افغانستان کی پر طالبانو د‌امريکا د B-52 جنگي الوتکو بريدونه زيات شوي دي.

سرچينې وايي چې په وروستيو ورځو کې د ځينو ښارونو په څنډو کې د طالبانو د بريدونو په زياتېدو سره د امريکا ځواکونو B-52 ډوله الوتکو ددې ډلې پر جنګياليو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

ويل کيږي چې په ډيرو سيمو کی د امريکا د دغو الوتکو بمباريو د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړې ده او ان په ځينو سيمو کې يې شا تګ ته اړ کړي دي.

پرون طالبانو د‌هرات پر ګذره ولسوالۍ پراخ بريدونه پېل کړي وو چې دغلته ان د ملګرو ملتونو ځايي دفتر هم له بريده خوندي پاتې نه شو خو د سرچينو  په خبره له دغې ولسوالۍ نه د طالبانو په بيرته شا تمبولو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ د امريکا د B-52 الوتکو رول هم د پاموړ و.

د امريکا B-52 الوتکو د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د‌تېرې شپې تر دوو بجو درې ځلي بمبار کړی دی.

امريکا په 2001ميلادي کال کې پر طالبانو خپل لومړني بريدونه هم د همدغو الوتکو په مټ ترسره کړل.

د امریکا B-52 جنګي الوتکې په یو ځل تېل اخیستو سره ۸۸۰۰ میله الوت کولای شي او د ۳۲۰۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو د لېږد وړتيا لري.
دغه الوتکې تر ۵۰۰۰۰ زره فوټه پورې لوړې الوتنې کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب