Homeخبرونهچک جمهوریت هم خپل افغان همکاران له افغانستان نه وباسي

چک جمهوریت هم خپل افغان همکاران له افغانستان نه وباسي

تاند (شنبه، د اسد ۹) چک جمهوریت هم اعلان وکړ، چې خپلو افغان همکارانو او د دوی د کورنۍ غړو ته پنا ورکوي.

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په افغانستان کې د دوی ځينې افغان همکاران او د کورنۍ غړي یې له ګواښ سره مخ وو، نو ځکه یې د دوی د لېږدولو پرېکړه کړې ده.

د سرچینې په خبره دوی د بشري حقونو او د خپلو همکارانو د خوندیتوب لپاره دغه اقدام کړی دی.

چک جمهوریت ویلي چې په لومړي سر کې محدود شمېر وګړي له افغانستان لېږدوي خو وروسته د اړتیا په صورت کې د دې لړۍ پر لا پراختیا فکر کوي.

بل لورته د افغان ژباړونکو او د امریکا د افغان همکارانو او د دوی د کورنۍ د غړو لومړۍ ډله امریکا ته رسېدلې ده او هلته په موقته توګه په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...