جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي، طالبان بشري حقونو ته...

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي، طالبان بشري حقونو ته هېڅ درناوی نه لري

تاند (شنبه، د اسد ۹) د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي وسله وال طالبان بشري حقونو ته هېڅ درناوی نه لري او دا حقونه نقضوي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې د جنوبي اسیا مسوولې پاتریشیا ګاسمن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې چې طالب مشران د بشري حقونو د ساتنې خبره کوي، خو د دغه ډلې جګړه ماران هره ورځ بشري حقونه نقضوي او هغه کسان په نښه کوي چې پر طالبانو نیوکې کوي او یا پر دغې ډلې نقد کوي.

نوموړې وایي که طالبان ریښتیاهم د بشر حقونو ته ژمن وي، نو خپلو جنګیالیو ته دې امر وکړي چې د عامو وګړو، منتقدینو، نظامي کسانو د خپلوانو او کورنیو د غړو وژل او ځورول ودروي.

د نوموړې په خبره د هېواد په جنوب کې په وروستیو کې داسې پېښې رامنځ ته شوې چې د بشري حقونو ښکاره نقض دی او دوی به دا راپورونه له نړیوالو بنسټونو سره هم شریک کړي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د دې خبرپاڼې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب