جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جګړې پرشدت د امریکا غبرګون، روان تاوتریخوالي په هېڅ صورت د...

د جګړې پرشدت د امریکا غبرګون، روان تاوتریخوالي په هېڅ صورت د منلو نه دی

تاند ( شنبه، د اسد ۹) د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او د جګړو اوج د منلو نه دی.

سليوان ویلي افغانستان کې د دې جدي اړتیا ده چې دواړه لوري ژر تر ژره مذاکراتو ته راوګرځي او د سولې خبرې چټکې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی نو له همدې امله اړتیا ده چې ښکېل اړخونه جګړه بنده او د مذاکراتو فرصت دې نه ضایع کوي.

سلیوان ویلي چې افغان سوله د امریکا له ملاتړه برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

نوموړي په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دا یوه بوږنوونکې پېښه ده او په افغان جګړه کې باید بې طرفه وګړو ته زیان وا نه وړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار داسې مهال هرات کې د یوناما پر دفتر برید غندلی، چې د هلمند د مرکز لښګرګاه ښار شمال لښکري بازار سیمه کې د ملکي کسانو پر یوه سراچه ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان وایي، چې په دې پېښه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان دي.

افغان زیاتوي چې ټپيان د سره صلیب لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب