جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په اتو ولایتونو کې ١٣١ طالبان وژل شوي او لسګونه...

دفاع وزارت: په اتو ولایتونو کې ١٣١ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

تاند(شنبه، اسد٩) – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲  ټپیان او ۵ ونیول شول.

دغه وزارت د شنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:  “دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې  ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲  ټپیان او ۵ ونیول شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.”

د خبر پاڼې پر اساس د دې په خواکې ۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ياد طالبانود اسې مهال وژل شوي چې امریکا هم د هوايي بریدونو د زياتوالي خبر ورکړى دى.

امريکا په افغانستان کې پر طالبانو د بي 52جنګي الوتکو بريدونه زيات کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب