دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د امريکا سفارت:د طالبانو مشرتابه بايد د خاشه ځوان...

په کابل کې د امريکا سفارت:د طالبانو مشرتابه بايد د خاشه ځوان وژل وغندي

تاند (چهارشنبه د اسد ۶) په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست د طالبانو له لوري د کندهار د ځايي ټوکمار خاشه ځوان وژل کېدل غندلي دي.
راس ويلسن وايي چې خاشه يو داسې ځايي ټوکمار او کمېډين و چې ان په سختو ورځو کې يې هم ټولنې ته خندا او خوښي ورکوله.خو د‌نوموړي په وينا طالبانو هغه وتښتاوه او وواژه،او وروسته يې د‌خوښۍ په ښودلو سره د هغه ويډيو پر ټویټر خپره کړه.

ويلسن پر خپل ټويټر کاږي چې: موږ دغه ناوړه عمل غندو او د طالبانو مشرتابه هم بايد دغه کړنه وغندي.
په ټولنیزو رسنیو کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ښودل کیږي چې یو شمېر وسله والو د کندهار ځايي ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، په موټر کې کینولی، لاسونه یې شاه ته تړلي او په مخ یې په څپېړو وهي.

په ویدو کې د یو وسله وال غږ، چې ویل کیږي طالب دی، اورېدل کیږي چې وايي را ویې ځړوئ. وسله وال له خاشه ځوان نه پوښتنه کوي چې په کوم ځای کې ونيول شوې، هغه ورته وايي کور ته د اختر په رخصتۍ راغلی وم چې ونیول شوم.

په ويډيو کې ښکاري چې هغه له طالبانو سره هم د خپلو ټوکو په انداز خبرې کوي خو د طالبانو له لوري يې ځواب په څپېړو ورکول کيږي.

دغې ويډيو په لر او بر کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د رپوټونو له مخې طالبانو ویلي چې خاشه ځوان په ډنډ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وژل شوی دی. خو افغان چارواکي وايي‌ چې طالبانو هغه له خپل کور څخه اېستلی او بیا یې وژلی دی.

د هغه مړی یې کورنۍ ترلاسه کړی دی، چارواکي‌ وايي د هغه لاسونه تر شاه تړل شوي وو. ویل کیږي چې خاشه ځوان یو مهال پولیس هم و خو ‌‌‌‌‌‌تر ډېره په خپلو ټوکو ټکالو مشهور و او په ټولنیزو رسنیو کې یې مینه وال هم لرل.

طالبانو په داسې حال کې خاشه ځوان وژلی چې تر دې وړاندې ددغې ډلې مشرانو ويلي چې که څوک جګړه ورسره ونه کړي د دې ډلې له لوري به خوندي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب