سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+کابل کې له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو روزنيز کمپ پیل...

کابل کې له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو روزنيز کمپ پیل شو

تاند (چهارشنبه، د اسد ۶) افغان کرکټ بورډ په کابل کې د د دوو اونيو لپاره له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو روزنيز کمپ پیل کړ.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن په کابل کې د ۲۶ لوبغاړو په ګډون رونيز کمپ پيل شو، چې د اګسټ تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

د خبرپاڼې په حواله ياد روزنيز کمپ د بنګله دېش پر وړاندې سياليو او د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

سرچینه وایي، چې ياد کمپ ته لوبغاړي د يو ـ يو ټېسټ نه تر بریالي کېدو وروسته او په تېروو دوو کلونو کې د دوی کارکردګۍ ته په کتو انتخاب شوي دي.

ټاکل شوې ، چې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو افغان لوبډله له بنګله دېش لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي او دغه د روان ميلادي کال په وروستۍ مياشت کې د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو په نړيوال جام کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب