تاند ( چهارشنبه، د اسد ۶) ټاکل شوې وه، چې تېره شپه د هند او سرېلانکا ترمنځ دوهمه شل اوره لوبه ترسره شي، خو د کورونا د خپرېدو له وېرې ترسره نشوه او دا لوبه وځنډېده.
دا لوبه د کرونال پانډیا له امله ځکه وځنډېده، چې د نوموړي د کورونا ټېسټ مثبت راغلی دی.
BCCI په یوه خبرپآڼه کې وایي، چې له هغه سره ۸ نور کسان هم نږدې پاتې شوي او تر شک لاندې دي.
سرچینه وایي، یاده ډله تر څار لاندې ده او دا لوبه به نن چهارشنبه ترسره شي.
د یادونې ده، چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه هم هند په ۳۸ منډو ګټلې ده.