جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان: طالبان دې له جګړې لاس واخلي

سعودي عربستان: طالبان دې له جګړې لاس واخلي

تاند (چهارشنبه د اسد ۶) سعودي عربستان وايي، طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې دوی له افغان سولې سره همکارۍ او مرستو ته تیار دي.

هغه زیاته کړې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دې مسئلې د سعودي عربستان اندېښنه هم پارولې ده نو له همدې امله پر طالبانو غږ کوي چې له جګړو لاس په سر شي او د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته ادامه ورکړي.

عربستان همدا راز ډاډ ورکړی چې دوی به د افغان سولې د پرمختګونو لپاره د نړیوالو کنفرانسونو او غونډو جوړولو ته هم ادامه ورکړي.

د افغانستان حکومت هم د سولې په برخه کې د عربستان له دایمي همکاریو مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانستان ښه ملګری بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب