یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeدا هم ولولئمدني فعال او شاعر جلال حقیقت وفات شو

مدني فعال او شاعر جلال حقیقت وفات شو

تاند – د خوست تکړه مدني فعال، لیکوال او شاعر محمدجلال حقیقت پرون (دوشنبه) د ۶۰ کلونو په عمر د زړه د سکتې له کبله ساه پرې کړه او نن (سې شنبه) یې جناره خاورو ته وسپارل شوه.

له جلال حقیقت څخه پر افغانستان د روسانو د یرغل پر مهال د زده کړو دوام پاتې شوی و، خو په وروستیو کې يې د حقوقو په برخه کې زده کړې پای ته رسولې وې او په دې ورځو کې يې د فراغت مراسم و خو دا ارمان یې له ځان سره نیمه خوا یووړ.

د خوست د لیکوالو او فرهنګیانو په وینا، جلال حقیقت د خوست په مدني او فرهنګي فعالیتونو کې مخکښ رول درلود او تر څنګ يې له ټولیزو رسنیو سره هم د هېواد د روانو سیاسي او امنیتي مسائیلو په اړه  په بحثونو کې برخه اخیسته.

خوستي فعالان او مشران د قومونو په یووالي او د ولسونو په یوموټیتوب کې هم د حقیقت رول لوړ ګڼي.

د ځدراڼو د سرتاسري شورا مشر حاجي مارک ځدراڼ وايي، «جلال حقیقت هغه څوک و، چې د قومونو په یووالي او د خلکو په انسجام کې يې ډېر زیات رول درلوده، نوموړی په تعلیم، په ولس او په نظام مین سړی وو او هغه څوک يې ډېر خوښول چې تعلیم، ولس او نظام سره یې مینه وه.»

د ټولنیزو علومو ماسټر یعقوب جان ستوری وايي،  جلال حقیقت د هېواد په کچه د مهمو مسایلو په اړه  غږ پورته کړی او د فرهنګي او ولسي غونډو په جوړیدو کې يې رول څرګند او مهم وو.

د ده په وینا نوموړي د هېواد د لویو ګټو او د خوست د پرمختګ لپاره کار او هڅې کولې

د قومونو د یووالي شورا د مشرتابه غړی سیدکریم خان خاکسار وطن، ولس او خوست سره د جلال حقیقت مینه یادوي او وايي: جلال حقیقت واقعاً یو تکړه مدني فعال وو، په خپل وطن، خاور او خوست سره يې ډېره مینه درلوده، ده د سولې ارمان لاره، د بیارغونې ارمان يې لاره، د علم ارمان يې لاره، د ده مرګ د خوست لپاره په ځانګړې ډول مدني ټولنې لپاره یوه ضایعه وه او ټول خوست ورباندې خفه شوی دی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب