Homeخبرونهترکیې د نویو کډوالو ورتګ سره مخالف څرګند کړ

ترکیې د نویو کډوالو ورتګ سره مخالف څرګند کړ

تاند(سه‌شنبه، اسد5) – د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، په افغانستان کې د روانو وضعیت له امله نه شي کولى څو نوي کډوال ومني.

دغه استازى زياتوي، د دريم هېواد د کډوالو د نوې څپې منلو ته چمتو نه دي.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې په دې وروستیو اونیو کې امنیتي وضعیت خراب شوى او په کور دننه او بهر د کډوالو د بېځایه کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

تازه د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانو تاوتریخوالو له امله تر څوارلسو زرو زیاتې کورنۍ له خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....