Homeخبرونهم.م : ۶ زره پاکستاني طالبان په افغانستان کې جنګېږي

م.م : ۶ زره پاکستاني طالبان په افغانستان کې جنګېږي

تاند (سې شنبه، د اسد۵) د امنیت شورا لپاره د ملګروملتو په یوه ترتیب شوي راپور کې ویل شوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک له افغان طالبانو سره اړیکې ټینګې ساتلي او د دې ډلې نژدې ۶ زره ترهګر د افغانستان په خاوره کې دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د ملګروملتو د شننو د ملاتړ او د بندیزونو د څارنې ډلې په خپل ۲۸ نمبر راپور کې ویلي، د بېلابېلو هیوادونو او مختلفو سختدریځو ډلو ترهګر په افغانستان کې په جګړه بوخت دي.

د م.م. د بندیزونو د څارنې ډلې په خپل راپور کې اټکل کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شمېر په تقریبي ډول د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ دی.

د دې راپور له مخې، د دغو ترهګرو په منځ کې د منځنۍ اسیا، شمالي قفقاز، روسیې، پاکستان او د چین د شین جین (ایغور) د کورواک ایالت وګړي شامل دي.

د ملګروملتو په راپور کې همداراز راغلي، د پاکستاني طالبانو د تحریک جګړه مار ډیورند کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولایت په ختیځو ولسوالیو کې مېشت دي.

په راپور کې دا یادونه هم شوې چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو له هغو غړیو سره په ځینو وختونو کې جګړې کړي چې داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې ته اوښتي دي.

خو د ملګروملتو د څارونکو راپور وايي چې له ځینو اختلافاتو سره سره د پاکستاني طالبانو تحریک او افغان طالبان د پخوا په شان اړیکې پالي او دا ډله په جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کوي.

دې راپور له شهریار مسعود، جمعیت الحرار، حزب الاحرار، امجد فاروقي او عثمان سیف الله (چې په لشکر جهنګوي هم مشهوره ده) ډلو سره د افغان او پاکستاني طالبانو د اړیکو یادونه هم کړې ده او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۹ د اګست او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د دوی ترمنځ همغږي ډېره شوې ده.

د القاعده په اړه په راپور کې راغلي چې د دغو ډلو ترمنځ د همغږۍ او یووالي د راوستلو رول لري.

د ملګروملتو راپور د افغانستان په جګړه کې له وروستیو انکشافاتو مخکې جوړ شوی. ګڼ افغان چارواکي او استخباراتي سرچینې وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۵ زره پاکستاني جګړه مار د افغانستان جګړې ته راغلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل ویلي چې هره ورځ زر تنه جګړه مار د سپین بولدک له بندري لارې افغانستان ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...