Homeخبرونهامريکا د افغانستان پر فضا د خپلو الوتکو پر الوتنو محدوديتونه لګولي

امريکا د افغانستان پر فضا د خپلو الوتکو پر الوتنو محدوديتونه لګولي

تاند( سه شنبه اسد5) ‍ امريکا د افغانستان پر فضا د الوتنو لپاره پر خپلو الوتکو محدوديتونه لګولي دي.
د امريکا متحده ايالتونو د‌هوايي چلند فډرالي ادارې نن په يوه بيړني امر کې اعلان وکړ چې د‌امنيتي شرايطو بدلون ته يې په پام سره د افغانستان پر فضا د‌ امريکا د الوتکو د الوتنې لپاره نوې محدوديتونه ټاکلي دي.
د امربکا د هوايي چلند ادارې سپارښتنه کړې ده چې له هغو الوتکو پرته چې د حامد کرزي له هوايي ډګره فعاليت کوي نورو امريکايي الوتکو ته تر ۲۶زره فوټه (څه باندې ۷۹۰۰مټره) د ټيټو الوتنو اجازه نشته.
دغه محدوديتونه د امريکا دپوځ پر هغو الوتکو نه پلي کيږي چې په افغانستان کې عمليات کوي.

امريکا په داسې حال کې پر خپلو الوتکو دغه محدوديتونه لګوي چې تر دې وړاندې يې د خپلو ځواکونو تر اېستلو وروسته په افغانستان کې د يوه نړيوال هوايي ډګر فعاليت اړين بللی دی.

امريکا په دې برخه د‌کابل د هوايي ډګر د امنيت ساتلو په برخه کې له ترکيې سره هوکړې ته رسيدلې، افغان حکومت هم د‌ترکي ځواکونو له لوري د‌ حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو هرکلی کړی.

خو طالبانو د‌ترکيې دغه کار د اشغال دوام بللی دی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د هېڅ بل هېواد د ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو وړ نه دي، پر دې مساله د ترکيې او طالبانو مخالفت تر دې بريده ورسيد چې څو ورځې وړاندې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپله طالبان هغه اشغالګر وبلل چې په وينايی د خپلو وروڼو خاوره لاندې کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...