چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+آیا موږ ریښتیا هم سوله غواړو؟ | غلام فاروق بریال

آیا موږ ریښتیا هم سوله غواړو؟ | غلام فاروق بریال

سوله د ښکلا، پاکوالي، شفقت، احترام، مصؤنیت، اتفاق، اتحاد، ورورګلوۍ، سکون، یو بل منلو، ګډ ژوند، د امن په فضا کې د حلالې نفقې برابرولو، پرمختګ، توسعې، خپلواکي، امنیت، خپلو موخو ته رسېدلو، خپل لیدلوري ترسیم کولو، د هیواد په ټولو سیمو کې بې وېرې ګرځېدلو، ټولنیز عدالت تامین، فکري آزادي او خپل سرنوشت پخپله ټاکلو دوهم نوم، د ټول افغان ملت یواځینی او لومړنی خواست او د ټولو بدمرغیو د له منځه تللو یواځینۍ لاره او که یې لا خلاصه کړو نو ویلای شو چې سوله د یو مینه ناک ژوند جمعي تعریف دی.

سوله د امن، پخلاینې او توافق مانا لري. د قران عظیم الشان په انفال، نساء او حجرات د مبارکو سورتونو په شپږو آیاتونو کې له سولې څخه یادونه شوې ده. دا د دې مانا لري، چې سوله د اسلام په مبارک دین کې له خورا زیات ارزښت څخه برخمنه ده. اسلام د امن، سلامتیا او اخوت دین دی او تل یې انسانانو ته د د سوله ایز ژوند سپارښتنه کړې ده،. سوله د انسان په څانګړي ډول د افغان انسان یو پخوانی او نه پوره کېدونکی ارمان دی. هر سړی همدا چیغې او نعرې وهي چې مونږ سوله غواړو او سوله مو یوازینی ارمان دی، خو دا چې دا هیله نده پوره شوې او یا نه پوره کېږي لامل یې څه شی دی؟ لامل یې دادی، چې مونږ سوله غواړو خو تش په شعارونو او چیغو؛ یعنې په عمل کې د سولې د راتلو لپاره هیڅوک هم ریښتینی کار نه کوي او ریښتینی کار دا دی، چی مونږ باید د ځان سره یعنې د خپل نفس سره سولې ته لومړیتوب ورکړو او همداسې ورو ورو دا لړۍ کورنۍ، همسایه ګانو،خپلوانو، د اوسېدو ځای، قوم، کلي، ولسوالۍ، ولایت او بالاخیره هیواد او نړۍ ته پسې وغځوو.
خو آیا مونږ د خپل ځان سره سوله لرو؟

– آیا تر اوسه پورې مونږ د خپلو ځانونو سره دې موافقې ته رسېدلي یو چې مونږ ټول سره هیواد وال او وروڼه یو؟
– آیا تر اوسه مو دا منلې چې ژبه یواځې د افهام او تفهیم وسیله ده؛ نه د تعصب او تبعیض؟
– آیا تر اوسه مو ځانونو سره دا سوله کړې چې ټول انسانان په غم او ښادۍ کې شریک یوو؟
– آیا تر اوسه مو له ځانونو سره دا وعده کړې چې له لاس او ژبې څخه مو نور انسانان باید ازار نشي؟
– آیا تر اوسه مو دا تصمیم نیولی چې د نورو قومونو به اړه له منفي فکرونو ځان وژغورو؟
– آیا تر اوسه مو دا فکر کړی چې مونږ نړۍ ته د راتګ پر مهال دا اختیار نه درلود چې کومه ژبه، قام او رنګ دې ولرو؟

– آیا تر اوسه په دې خفه شوي یاست، چې زمونږ په خبره بل انسان زړه ودردېده؟
– آیا تر اوسه مو پدې خبره قناعت کړی، چې سولې ته د رسېدو یواځینۍ لاره د تاجک، هزاره، پښتون او نور قومونو د یو او بل منل دي؟

– آیا تر اوسه مو د خپلو امنیتي ځواکونو سره د هیواد په امنیت کې مرسته کړې؟

کله مو چې په ټوله مانا له تعصب لاس واخیست، پر یوه او بل مو ترحم وکړ، د مشر احترام او په کشر مو شفقت وکړ، خپل ځان، قام، ژبه او ولایت مو له نورو ارزښتناک ونه بلل، انسانیت مو له هر مذهب پورته وباله،خپل چاپیریال مو پاک وساته، په ښار کې مو ترافیکي اوصول مراعت کړل او ټولنیز فرهنګ ته مو درانه وکتل پوه شئ، چې هغه وخت واقعي او ریښتیني سوله راځي.

را ځئ چې له همدا نن څخه یې پیل کړو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب