چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهتاجکستان د افغانانو له کوربتوب نه انکار وکړ

تاجکستان د افغانانو له کوربتوب نه انکار وکړ

تاند ( سه شنبه، د اسد ۴) تاجکستان ویلي چې دوی په لنډمهاله توګه د هغو افغانانو د کوربتوب پلان نه لري، چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی داسې کوم پلان نه لري چې پر بنسټ یې شاوخوا ۹ زره افغانانو ته په مؤقتي توګه پناه ورکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې امریکا له ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې شاوخوا ۹ زره هغو افغانانو ته د لنډ مهال لپاره پناه ورکړي، چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی او اوسمهال یې ژوند په خطر کې دی.

کله چې له مهرالدین څخه دا پوښتنه وشوه چې ایا دوی د یادو افغانانو منلو ته چمتووالی لري هغه وویل، نه دغه موضوع په دوه اړخیزه اجنډا کې شامله نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بايدن تېره شنبه د اسد په دویمه د دوو ځانګړو فرمانونو په صادرولو سره په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالره منظور کړل.

په لومړي فرمان کې راغلي وو، چې د دغو مرستو سل میلیون ډالر دې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په غیر منتظره ډول د بې ځایه شویو کډوالو د اړتیاوو او هم امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ځانګړې شي.

د دوهم فرمان له مخې، دوه سوه میلیون ډالره نور دې د ادارو او د امریکا د متحده ایالاتو د وزارتونو له منابعو څخه د کډوالو، د جګړود قربانیانو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې غوښتوونکو په ګډون د نورو هغو کسانو د خیر ښیګڼې د چارو لپاره ځانګړې شي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله زیامن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب