Homeخبرونهستانکزی: د افغانستان د ملي ګټو خلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل...

ستانکزی: د افغانستان د ملي ګټو خلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل کېږي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۴) د کورنیو چارو وزارت وایي، حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی، خو د قانون په چوکاټ کې.

د یاد وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، د افغانستان د ملي ګټو خلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل کېږي او عاملین به یې نیول کېږي.

ستانکزي وویل، چې هغه څلور تنه خبريالان، چې په کندهار کې د دولت دښمن ته د تبليغ په تور نيول شوي دي قضیې یې تر څېړنې لاندې دي.

نوموړی زیاتوي، د نیول شویو خبریالانو قضیې تر څېړنې لاندې دي او له دوی سره به د قانون په چوکاټ کې چلند ترسره شي.

په ورته وخت کې د نی ادارې د کندهار څانګې مشر عبدالسمېع غیرتمل تېره شپه رسنیو ته ویلي، چې څلور افغان خبریالان د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته تللي وو، چې د راستنېدو پر مهال ملي امنیت ونیول.

د کندهار د ملي امنیت له خوا په نیول شوېو خبریالانو کې د ملت غږ په نوم د یوې راډیو درې خبریالان بسم الله وطندوست، قدرت سلطاني او مجیب عبیدي او د سینهوا یا د چین خبري اژانس عکاس ثناالله سیام شامل دي.

بل لورته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم بېګا په خپل ټوېټر لیکلي وو، افغان حکومت دا خبریالان د دې لپاره نیولي، چې د ده په خبره په حقایقو پسې ګرځېدل او د پېښو د سپیناوي کوښښ یې کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...