چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+اسټراليا له وېسټ نډيز نه ۵۰ اوره لوبلړۍ ۱-۲ وګټله

اسټراليا له وېسټ نډيز نه ۵۰ اوره لوبلړۍ ۱-۲ وګټله

تاند ( سه شنبه، د اسد ۵) د اسټرالیا او وېسټ انډيز ترمنځ د پنځوس اوره لوبو لړۍ د آسټرالیا لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

آسټرالیا په دې لړۍ ۲ لوبې وګټلې او یوه وېسټ انډيزۍ لوبډلې وګټله.

په وروستۍ لوبه کې وېسټ انډيز لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې.

ایون لویس ۵۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

میچل سټارک بیا د ۴۳ منډو په ورکړې ۳ لوبغاړي وسوځول.

آسټرالیا ټاکل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په زیان پوره کړی او په دې سره یې لوبه او لوبلړۍ دواړه په ګټه تمامې شوې.

اسټرالیا لپاره متیو وایډ ۵۱ منډې وکړې خو وېسټ انډيز ته بیا الزاري جوزیپ ۱ لوبغاړی وسوځوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب