چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهصالح: د طالبانو په پرتله د "امین" رژیم څو ځله باشرف او...

صالح: د طالبانو په پرتله د “امین” رژیم څو ځله باشرف او قانون درلود

تاند(سه‌شنبه، اسد4) – د ولسمشر غني لومړى مرستيال امرالله صالح له صحرايي اعدام او وژنې وړاندې د کندهاري ټوکمار “خاشه ځوان” ځورونې او وهلو په غبرګون کې وايي، د طالبانو په پرتله د حفيظ امين رژیم څو ځله باشرفه او قانون درلود.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي: “له نښو او ثبوت په وضاحت سره راڅرګندېږي چې د طالبانو په پرتله د حفيظ الله رژیم څو ځله باشرفه او قانون يې درلود. د کندهاري خاشه ځوان له صحرايي اعدام محکمې مخکې ويډيو ښيي چې طالب نه شريعت ته پابند دي. نه محکمه لري، نه قانون لري او نه انسانيت. دغه ډله جاهله او وحشت جوړونکې ده. دغه ويډيو د دې لامل کېږي چې مونږ ټول له پخوا لا زيات کلک او د جاهل او وحشت پر وړاندې چې د افغانستان د مادي او معنوي لاسته راوړنو له منځه وړل دي متحد شو. د افغانستان د هنر، ادبیاتو او د مدني ټولنې فعالان غواړم چې بيا هم خپل غږ اوچت کړي او زه تل ورسره همغږى يم. د ټولنې د طنز او نيوکې خپه کول او ځپل چې زمونږ د ټولنې پوښتونکې ده هيڅکله ظلم ته تسلیم شوي نه دي او نه به تسلیم شي.”

حکومت وايي وړمه ورځ وسله والو طالبانو په کندهار کې د فضل محمد په نوم یو پولیس چې د خلکو تر منځ په “خاشه ځوان” مشهور و، له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.

خاشه ځوان خوشحاله طبعه لرله او کله کله به یې ټوکې کولې چې خلکو به ویډیوګانې ورڅخه ثبتولې او پر ټولنیزو رسنیو یې خپرولې.

د هغه جسد د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې موندل شوی و.

نوموړي ته نژدې سرچينو ويلي، وسله والو طالبانو درې شپې مخکې د ډنډ ولسوالۍ د ‌‌‌ذاکر شریف په سیمه کې فضل محمد چې په خاشه ځوان مشهور و له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.

سرچینه زیاتوي، د نوموړي جسد په داسې حال کې په یوه دښته کې موندل شوی چې لاسونه یې شا ته تړل شوي وو او پر سر په مرمیو ویشتل شوی و.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د هغه پر وژنه سخت خپګان ښودلی دی.

1 COMMENT

  1. طالبانو خو ویلی وه چی موز دا کار ندی کری

    ترحد زیات درواغ وایی
    د طالبانو سخه اوس باید فوشتنه وسی چی تاسو خو وایل چی دا کار موز ندی کری

    شکاره ثبوت سته ویدیو یی شکارده ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب