تاند (سه شنبه اسد5) د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې دغه سازمان به په افغانستان کی خپل ملکي حضور او په بهر کې د افغانو ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
نوموړي د خپل ټوېټر پر پاڼه ليکلي دي چې نن يې له ولسمشر غني سره خبرې کړي دي. ده په افغانستان کې امنيتي وضعيت لاهم له ننګونو ډک بللی دی او ټينګار يې کړی چې د مذاکراتو له لارې پر يوې موافقې د سلا کېدو اړتياده.
ينس سټولتنبرګ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تر وړاندې هم ددغه سازمان چارواکو ويلي چې په افغانستان کې يې د پوځي حضور پای د دوی دمشارکت د پای ته رسيدو په معنی نه دی.
ناټو تر دې وړاندې په ځلونو ويلي چې د افغان ځواکونو روزنې ته به له افغانستانه بهر دوام ورکړي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې افغان ځواکونو ته به په کوم هېواد روزنه ورکوي.خو قطر چې اوس د افغان سولې د مذاکراتو کوربه دی د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د ناټو يو غوراوی ګڼل کيږي.
ناټو له افغانستانه تر وتلو وروسته د حامدکرزي د نړۍوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو ژمنه هم کړې ده چې د دې چارې مسووليت اوس ددغه سازمان غړي هېواد ترکيې پرغاړه اخيستی دی.