شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعادله راز په امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه دنده...

عادله راز په امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه دنده پیل کړه

تاند (سه شنبه د اسد ۵) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په امریکا کې د افغانستان د سفیرې په توګه خپله نوې دنده پیل کړه.

دغه خبره په واشنګټن کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې کړې ده او ویلي یې دي چې آغلې راز نن رسماً په خپل کار پیل وکړ.

د بیان له مخې عادله راز د کار په لومړۍ ورځ د سفارت او د قونسلګرۍ څانګې له ډيپلوماتانو او سیمه ییزو کارکوونکو سره ناسته کې پر ګډ کار او هغه مهم مسؤلیت چې سفارت یې په روان حساس وخت کې ترسره کوي ټینګار وکړ.

عادله راز تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې او رویا رحماني په واشنګټن کې د افغانستان سفیره وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب