Homeخبرونهافغان امنیتي ځواکونو د طالبانو دوه مهم غړي نيولي

افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو دوه مهم غړي نيولي

تاند(سه‌شنبه، اسد5) – د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستيال مطبوعاتي دفتر په يوه مطبوعاتي اعلامیه کې د طالبانو د دوو مهم غړيو اړوند عکسونه او اعترافات خپاره کړي دي.

ياد دفتر تاند ته په رالېږلې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې نيول شوي دوه کسان د آغا محمد او سميع الله په نومونو دي چې د دولتي کارکونکو په وژلو او بمي چاودنو کې لاس لري.

د طالبانو نيول شوى غړي آغا محمد وايي: “د اختطاف په جرم 12 کاله بندي وم او په ١٣٩٩ کې خوشې شوم او هلته قاري فيض الله سره بلد شوم. د خوشې کېدو وروسته او اته میاشتې وروسته هغه راسره اړيکه ونيوله چې په تخار کې د امنيې قوماندانۍ افسر تاج محمد ووژنو. تاج محمد د قاري فيض الله په بندي کولو کې ښکېل وو. کله مو چې د تاج محمد د وژلو لپاره د موټر سایکل ډک چاودېدونکي توکي برابر کړل نو د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شوم.”

دغه راز د يو بل نيول شوي طالب سميع الله ويلي:” دوه کاله وړاندې د مولوي کبير په مشرۍ د طالبانو يوه غړي احساس د طالبانو ډلې غړيتوب ته دعوت کړم. وروسته له کاکا زامنو هر يو نورالدین او ضمیر سره د لوګر بره کي برک ته وغوښتل شو. هلته مو څلور ورځې روزنه ترلاسه کړه او په څلورو چاودونو کې ښکېل يم. نږدې يوه کال مخکې د ١٦ مې ناحيې اړوند قلعه احمد خان کې مو د پولیسو يو رينجر موټر ته چاودنه ورکړه. شپږ میاشتې وړاندې مو د کارته نو سيمه کې مو رينجر کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړل او چاودنه مو ورکړه. دوه مياشتې وړاندې مو په بګراميو کې د سړک په غاړه ماين ځاى پر ځاى کړ چې په کې د ملي اردو دوه منسوبین ووژل شول. کال مخکې مو اتمه ناحيه کې د پولیسو رينجر کې ماين کېښود او د کاکا زوى مې نورالدین د دولتي کارکونکو د وژنې په هدف شپږ ماينونو ته چاودنه ورکړې ده.”

د ولسمشر د دوهم مرستيال مطبوعاتي دفتر وايي، په قاطع توګه د امنیتي تړون او د شپږ نيمو بجو د غونډو په چوکاټ کې د جنايتکارانو او ترهګرۍ پر ضد مبارزه دوام لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...