Homeخبرونهامريکا د‌خپلو پخوانيو افغان همکارانو پر لېږد يو ميليارد ډالر لګوي

امريکا د‌خپلو پخوانيو افغان همکارانو پر لېږد يو ميليارد ډالر لګوي

تاند (سه شنبه اسد 5) امريکا له افغانستانه د خپلو پخوانيو افغان ژباړونکو او نورو همکارانو پر اېستلو يو ميليارد ډالر لګوي.
سي ان ان د يوه امريکايي چارواکي له خولې خبر ورکړی دی چې د امريکا حکومت ددغه هېواد‌کانګرس ته اطلاع ورکړې چې له افغانستانه په بيړني ډول د بهرنيو ځواکونو د پخوانيو ژباړونکو او نورو همکارانو اېستل شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته اړتيا لري.
په سپېنې ماڼۍ کې يوې سرچينې ويلي چې په دې برخه کې پنځه سوه ميليون ډالره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او پنځه سوه ميليون ډالره دفاع وزارت ته ځانګړي شوي دي.
امريکا له افغانستانه د ځواکونو تر اېستلو وروسته د‌خپلو دغو افغان همکارانو ژوند ته اندېښمنه ده.
خو طالبانو تر دې وړاندې ويلي دي چې : “که دا ژباړن د دښمن لیکه پرېږدي، خپل هېواد کې د عادي خلکو په څېر ژوند وکړي، نو له ګواښ سره به مخ نه شي.
امريکا خپلو پخوانيو ژباړونکو او همکارانو ته د کډوالۍ ځانګړې وېزې ورکوي.
د ځانګړې کډوالۍ ویزې په نوم پروګرام هغو کسانو ته دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې يې په افغانستان کې د امریکا له پوځ یا حکومت سره کار کړی وي.

تر دې وړاندې امريکايي چارواکو ويلي چې له افغانستانه به خپل شاواخوا پنځه زره افغان ژباړونکي او نور همکاران د هغوی له کورنيو سره امريکا ته ولېږدوي.خو د هغوی د وېزو د پروسې تر بشپړاوي پورې به خپل يو شمير دغه همکاران په دريم هېواد‌کې وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...