جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل پولیس: جاوېد اندېش له افغانستانه تښتېدلى

کابل پولیس: جاوېد اندېش له افغانستانه تښتېدلى

اند(سه‌شنبه، اسد4) – د کابل پولیس وايي، د يوه خصوصي پوهنتون مسئول جاوېد اندېش چې په ملي خیانت، مالي فساد او تقلب مجرم پېژندل شوى له افغانستانه تښتېدلى دى.

د کابل پولیسو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي: “په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د مسوول جاوېد اندېش د مالي فساد او تقلب دوسیه د اړونده بنسټونو تر کار لاندې ده او نوموړي له ډېرې مودې راهیسې ځان پټ کړی و او اوسمهال په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه تښتېدلی دی. اندېش له دوښمن سره د همغږۍ او پلوۍ له امله د ملي خیانت د جرم دوسیه څو برابره کړې. موضوع له فساد سره د مبارزې د مسوولینو او پولیسو تر جدي کار لاندې ده.”

د تاند خبريال د ښاغلي اندېش فېسبوک پاڼې ته سر ښکاره کړى او جوته شوه چې اندېش په کې د حکومت ضد پوسټونه کړي دي.

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان د اکاډميکو بنسټونو يو مسئول کس د ملي خیانت په جرم پېژندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب