جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ طالبان وژل شوي

تاند ( سه شنبه ، د اسد ۵) د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې په تېرو

۲۴ ساعتونو افغان ځواکونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال۱۸۷ طالبان وژلي ۱۱۲ ټپیان او ۲ نور نیولي دي.

دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي، چې دا عملیات په کونړ، لوګر، غزني، خوست، کندهار، اروزګان، فاریاب، بلخ، جوزجان، سمنګان، هلمند، تخار، کندوز،  بغلان او کاپیسا ولایتونو کې ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو اندازه درنې او سپکې وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په هلمند کې د افغان ځواکونو يوه چورلکه له بېړنۍ ناستې وروسته له منځه تللې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب