جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه دوو اونيو کې ١٥ زره افغان کورنۍ بېځايه شوي

په دوو اونيو کې ١٥ زره افغان کورنۍ بېځايه شوي

تاند(سه‌شنبه، 5اسد)- د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د وروستیو تودو جګړو له امله تېرو دوو اونيو کې تر ١٥ زرو ډېرې کورنۍ له خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستل شوي او په نورو امن سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي.

په افغانستان کې د جګړو زياتېدو د دې هېواد اوسېدونکو لپاره ژوند تريخ کړى دى.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې يواځې په تېر پنځلسو ورځو کې تر ١٤ زرو زياتې کورنۍ بېځايه شوي دي.

د دې وزارت د شمېرو پر بنسټ بېځایه شوې کورنۍ د کندز، بغلان، تخار، جوزجان، هلمند، لغمان، پکتیا، غزني او کندهار ولايتونو پورې اړوند دي او دې وزارت دغو کډوالو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي او دغه راز د هغوى ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې ده.

په افغانستان کې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې خلک د جګړو له امله له خپلو کورنو بې ځایه کېږي چې دا مهال په کور دننه او بهر ميليونونه کورنۍ په خورا سخت او ستونزمن حالت کې شپې او ورځې سبا کوي.

تازه پاکستانيو چارواکو ویلي، په افغانستان کې د وروستيو جګړو د زياتوالي له امله دوى نور نه شي کولى د نورو افغان کډوالو کوربه توب وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب