دا د ستر وياړه خبره وه چې جيپال د راجا پتهوړا لۀ خوا وربلل شوى و او هغه ته يې ځانگړې بلنه ورکړې وه.دا مهال هغه پۀ هستيناپور(ډيلي) کې و.د خبر پۀ اورېدو ووت.لۀ دۀ سره د جادوگرو يوه لويه ډله هم مله وه. پۀ دوى کې د دۀ تر ټولو لايقه شاگرد ساکردار هم و.
د ساکردار غورنيکۀ هيم پال کهيما هم د خپل پېر يو لوى جادوگر او د هندوستان د جادو گرانو د تر ټولې لويې ټولنې(ويکرم شيلا وشويداليه) مهتمم و.پۀ ټوله سيمه کې د ويکرم شيلا د شهرت نغاره ډنگېده.لۀ همدې امله د (انگهـ راج)راجا پرې حمله وکړه او ويې سېزله.(انگهـ راج هغه مهال تر ختيځ بهار او شمالي بنگاله پورې پروت و.)د ويکرم شيلا تر نړېدو پس،هيم پال هستيناپور ته راغى.هم دلته ددۀ لمسى ساکردار وزېږېد.دۀ د جادوگرۍ يو څۀ زده کړه لۀ خپل نيکه نه وکړه او بيا يې جيپال ته گوړه کېښوده؛هغه ددې لپاره چې پۀ ټول هند کې د جيپال نوم خور و.
جيپال لۀ خپلو ملگرو سره يو ځاى،پۀ ډېر شان او دبدبې د راجا پتهوړا د حکومت پر لور راروان و؛داسې چې پۀ خپله د هوسۍ پر څرمنې ناست او پۀ هوا کې روان و.لاندې دده پوځيان پر زمريو ناست روان وو.د ټولو پۀ لاسونو کې د زهري مارانو متروکې وې.تر ټولو د مخه ساکردار روان و،چې هره شېبه يې لۀ خولې د اور لمبې وتلې او ددۀ مخې ته راتلونکې خادې او څانگې به يې سېزلې او لاره به يې پاکوله.
دوى ټول د راجا پرتهوي راج چوهان(مشهور پۀ راجا پتهوړا)پۀ بلنه راروان وو.راجا پتهوړا لۀ يوې ډلې څخه د خپل خلاصون پۀ موخه دوى راغوښتي وو.څو ورځې دمخه (٥٨٧هـ) راجا پتهوړا لۀ تانيسر نه ١٤ ميله لرې د اوړي(تراين)پۀ سيمه کې ،لۀ لويديځ څخه يرغلگر سلطان شهاب الدين مات او پۀ شا تگ مجبور کړ.ولې د سلطان يو څو صوفيان دې حکمرانۍ ته ننوتي وو.هغو ددوى د مالونو پۀ څړ ځاى کې دېره واچوله،خو کله چې لۀ دې ځايه وشړل شول ،نو ښېرا يې وکړه،چې:((که دلته انسانان نۀ بلکې اوښان کېناستى شي،نو خداى دې دا اوښان تل هم داسې ناست پاتې کړي!))ددې ښېرا پۀ پايله کې ټول اوښان هماغسې ناست پاتې شول او پا نه څېدل.کله چې اوښبنو(اوښ څروونکو) بښنه وغوښته،نو اوښان پاڅېدل.دې ډلې بيا هملته پۀ يوې نږدې سيمې (اناساگر) کې دېره شول.په اناساگر کې شاهي مندر و،چې خلک د عبادت پۀ موخه هلته ورتلل.د صوفيانو خبرو به پر عبادت کوونکو اغېزه کوله.دوى به لۀ خپله عبادته توبه گار شول او پر يوۀ الله (ج)به يې ايمان راوړ.پۀ همدې موخه راجا، جيپال ته بلنه وکړه،چې د جادو پۀ زور دغه خلک لۀ دې ځايه وشړي.کله چې جيپال لۀ خپلو شاگردانو سره ښار ته ننوت،نو د سيمې استوگن خوشاله شول.ټولو دا وگڼله ،چې اوس نو لۀ لرې وطنه ددې راغلو فقيرانو خير نشته.د ډلې مشر لۀ خپلو پيروانو يوه دايره ووېسته او کرارې کېناست.جيپال د جادو پر مټ لومړى پر دوى يوه وړه غونډۍ وتوغوله،چې د مخالفې ډلې مشر يواځې دلاس پۀ اشاره ودروله.(دا غونډۍ نن هم د يو لاس پۀ اندازه پۀ هوا کې ځوړنده ده،چې اناساگر ته هر ورتلونکى ،ددې منظرې پۀ ليدو حيران پاتې کيږي.)
جيپال پرله پسې يرغلونه وکړل؛کله به يې اور ووراوۀ ،کله د مارانو ډلې.ولې دايرې ته پۀ رسېدو به هر څۀ ورک شول.لۀدايرې نه بس يو غږ اورېدل کېدۀ:((اوس هم وخت شته.زموږ دروېشانو پۀ عبادت کې خلل مۀ اچوئ!کفر پرېږدئ او اسلام ته راشئ!))مگر جيپال د هېڅ اورېدو ته هم تيار نۀ و.غصه ورغله.د مرغۍ پۀ څېر والوت او د دايرې پر سر ودرېد.دا مهال پۀ دايره کې ناست مشر خپلې پڼې ووېستې او دهغۀ پر لور يې وارې کړې.اوس پۀ هوا کې يوه نوې جگړه روانه وه.جيپال غوټې وهلې او د ځان د خوندي کولو هڅه يې کوله.پڼې به پۀ وار،وار ددۀ پر گنجي(پک)سر ورېدلې.شېبې پس ستړى شو او پۀ دايره کې د ناست مشر پۀ پښو کې ولوېد.بښنه يې وغوښته او اسلام يې ومانه.وروسته ددۀ هڅو او کوښښونو ددۀ مرتبه دومره لوړه کړه،چې د عبدالله بياباني پۀ نوم وپېژندل شو.
عبدالله بياباني د حضرت معين الدين چشتي (رح)پۀ خلفاو کې د لوړې مرتبې خاوند و.شادي دېونامي غلام چشتي هماغه ساکردار دى چې مزار يې د تاراگړهـ پۀ غرۀ کې دى.د صوفيانو د دې ډلې مشر حضرت معين الدين چشتي(رح)و،چې د کراماتو لۀ امله يې ټول ښار پۀ اسلام مشرف شو.