جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+بالیووډ: فاطمه ثناء شيخ د مینه والو پوښتنو بې ځوابه کړې

بالیووډ: فاطمه ثناء شيخ د مینه والو پوښتنو بې ځوابه کړې

تاند ( سه شنبه، د اسد ۵) د هندي سینما مشهور لوبغاړي وخت ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې له پوښتنو سره مخ وي.

د همدې پوښتنو په لړ کې د د بالیووډ له اداکارې فاطمه ثناء شیخ په خپل انسټاګرام له خپلې کورنۍ سره ځينې انځورونه خپاره کړي او مینه والو یې ورڅخه ګڼې پوښتنې کړي دي.

ځینو مینه والو ورته په کمنټونو کې د عامرخان د درېیمې مېرمنې خطاب کړی او ځینو بیا له عامرخان سره د واده کولو نېټه ترې پوښتلې ده.

د فاطمه ثناء شيخ مینه والو آن د دې پر سینګار هم تبصرې کړي دي.

یوه لیکلي: « تا ځکه ځان دومره ښایسته کړی، چې عامرخان خپل جال کې راګیر کړې».

دا پوښتنې وروسته له هغې را پيدا شوي کله ، چې عامرخان څه موده وړاندې خپله مېرمن کران راو ته طلاق ورکړ او داسې ګونګوسې هم خپرې شوې، چې د دې طلاق لامل فاطمه ثناء شیخ ده.

ویل کېږي، چې د عامرخان او فاطمې ترمنځ اړیکې له تېر ۲۰۱۶ کال کله چې دوی یوځای په دنګل فلم کې کار وکړ جوړې شوي او د مینه والو په باور یې دا اړیکه وروسته له هغې پياوړې شوه، کله چې دوی په ټګز آف هندوستان کې هم یوځای کار وکړ.

د بالیووډ یاده اداکاره، چې مور او پلار یې د کشمیر اوسیدونکي دي له ډېرې مودې دې پوښتنو ته بې ځوابه ده.

بالیووډ کې لوبېدونکي لوبغاړي د نړۍ په کچه مشهور دي او ډېری وخت په ټولنیزو رسنیو کې له پوښتنو سره مخ وي.

د یادې سینما یو بل مشهور لوبغاړی سلمان خان کلونه کېږي، چې له یوې پوښتنې سره مخ دی، چې ولې واده نه کوي؟ خو نوموړي یې تر اوسه واضح ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب