جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د توکيو المپيک لوبو په تکواندو برخه کې افغان لوبغاړي ماته وخوړه

د توکيو المپيک لوبو په تکواندو برخه کې افغان لوبغاړي ماته وخوړه

تاند (سه شنبه اسد 5)د جاپان د‌توکيو په المپيک لوبو کې يوازيني افغان ټکوانډو لوبغاړي فرزاد منصوري نن سهار د سويلي کوريا د‌لوبغاړي ان کيودان پر وړاندې ماتې وخوړه.

فرزاد منصوري په +80 کيلو ګرامه وزن کې د خپل سيال پر وړاندې د‌لوبې ډګر ته وتلی و چې د يوازې يوې نومرې په توپير (12-13)ماتې وخوړه.

منصوري لاهم د برونزو د مډال ګټلو چانس لري، که چېرته د‌نوموړي سيال فائنل ته لار ومومي نو په روانو المپيک لوبو کې يې د مډال ګټلو هيله شته.
په روانو المپيکي لوبو کې د افغانستان لپاره د‌مډال ګټلو هيلې يوازې په منصوري پورې تړلې دي.
په افغانستان کې ټکوانډو هغه المپيکي سپورټ دی چې د سيمې په کچه پرې حساب  کيږي.
افغانستان تر دې وړاندې هم د 2008ميلادي کال په المپيک لوبو کې د ټکوانډو سپورټ او روح الله نیکپا په مټ توانيدلی چې د برونزو مډال وګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب