جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد توکیو ۲۰۲۰ المپيک لوبو کې تازه ۱۵ تنه په کورونا اخته...

د توکیو ۲۰۲۰ المپيک لوبو کې تازه ۱۵ تنه په کورونا اخته شوي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۵) د توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبې په داسې حال کې دوام لري، چې ورځ تر بلې پر کورونا د اخته کسانو شمېر زیاتېږي.

د یادو لوبو مسوولانو تېره ورځ وویل، چې تر دې دمه ۱۵ تنه چې د المپيک لوبو پورې تړاو لري پر کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د دوی په خبره په اخته کسانو کې ۳ لوبغاړي هم شامل دي.

سرچینې زیاتوي، چې یاد لوبغاړي تازه توکیو ته رسېدلي وو او پر کورونا اخته شوي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې په یادو لوبو کې د جولا له لومړۍ نېټې تر دې دمه پر کورونا ۱۴۸ تنه اخته شوي دي.

د یادونې ده، چې د هند سوداګریز لیګ هم د کورونا د خپرېدو له وېرې ځنډېدلی او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...