Home+راشد د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی شو

راشد د ۱۰۰ توپونو په لوبه کې غوره لوبغاړی شو

تاند ( سه شنبه، د اسد ۵)  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشد خان تېره ورځ د انګلستان د سلو توپونو په لوبو کې له کماله ډکه توپ اچونه وکړه.

نوموړي د روکیټس لوبډله بریالۍ کړه او غوره لوبغاړی شو.

دا لوبه تېره ورځ ناوخته د ناردرن سوپر چارجرز او ټرینټ روکیټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ناردرن سوپر چارجز په ۹۹ توپونوکې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۲ منډې وکړې.

راشد خان مرچنټ دي لانج ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

د ټرینټ روکیټس لوبډلې په ۹۴ توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

د دوی له خوا الیکس هیلس ۴۰ ناسوځېدلې او راشد خان ۲۵ منډې ترلاسه کړې.

 د سوپر چارجز سره بیا بل افغان لوبغاړی مجیب لوبېده او نوموړي هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

راشدخان د ۳ لوبغاړو په سوځولو او ۲۵ منډو په ترسره کولو غوره لوبغاړی شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...