جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه هلمند کې د افغان ځواکونو يوه چورلکه له بېړنۍ ناستې وروسته...

په هلمند کې د افغان ځواکونو يوه چورلکه له بېړنۍ ناستې وروسته له منځه تللې

تاند (سه شنبه اسد4) د افغان ځواکونو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د ۲۱۵ ميوند‌ قول اردو وايي چې تېره شپه د هلمند ولايت په ناد علي ولسوالۍ دافغان ځواکونو يوه( M17)چورلکه د‌عملياتو پر مهال د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناستې ته اړشوې ده،خو پکې ټول سپاره کسان په خوندي توګه ژغورل شوي دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي دغه الوتکه په سیمه‌ کې ویجاړه شوې ده.
افغان ځواکونو دغه عمليات بريالي بللي دي او زياته کړې يې ده چې په دغو عملياتو کې شاوخوا ديرشو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو په هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د‌عملياتو د ترسره کولو پر دوام ټينګار کوي.

د پوځي چارو شنونکي د افغان ځواکونو په عملياتو کې د هوايي ځواکونو رول خورا اغېزناک بولي او ددغو ځواکونو لا ښه تجهيز او سمبالتيا اړينه ګڼي.
په دې وروستيو کې امريکا له افغان ځواکونو سره د يو شمير نورو جنګي الوتکو او چورلکو مرسته کړې ده.

پنټاګون ويلي د افغان ځواکونو په تېره بيا د هوايي ځواکونو ملاتړ ته به‌دوام ورکړي.
بل خوا په دې وروستيو کې امريکا متحده ايالتونو هم د طالبانو پر وړاندې خپل هوايي بريدونه پېل کړي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب