جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمشهور افغان سندرغاړى "استاد ايوب" ومړ

مشهور افغان سندرغاړى “استاد ايوب” ومړ

تاند(سه‌شنبه، اسد5) -د‌ هېواد‌ وتلي سندرغاړی استاد‌يوب له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

استاد ايوب له ډیرې مودې راهیسی د ناروغۍ پر بستر پروت و چې په شاواخوا نوي کلنۍ کې يې د‌ژوند پور پرې کړ.

نوموړي له څه باندې شپږو لسيزو راهيسې د‌‌ موسيقۍ په برخه کې فعاليت درلود او د ډيرو تلپاتو سندرو د ويلو ترڅنګ يې ګڼ شاګردان  هم روزلي دي.

د‌استاد ايوب د ټولو سندرو عمر به د ده تر منګه ډير اوږد وي، خو ځينې سندرې يې لکه: ته چې خندا کوي په سترګو کې او لیونۍ مينې کړم آشنا له بيابانه سره په څېر سندرې يې د کهولونو او نسلونو سندرې دي چې تر ډيره به د موسيقۍ د آسمان ځلبلانده ستوري وي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د استاد ايوب مړينه تاييد کړې او هغه يې لويه ضايعه بللې ده.

دننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې استاد ایوب ولس ته د موسیقۍ په ژبه له شپږو لسیزو زیاته موده د ملي وحدت، مینې او ویښتابه پیغام وړاندې کړی او په دې برخه کې د ځانګړي مقام، سبک او اهنګ  څښتن و چې هنري خدمت او خاطرات به یې تل ژوندي وي.

1 COMMENT

  1. انا لله و انا الیه راجعون!
    الله دې د ایوب استاد جنتونه نصیب کړي، مینهوالو او اقرباو ته یې د د الله څخه جمیل صبر غواړم.
    ایوب استاد نابغه هنرمند و او تر نیمی پیړۍ زیات یې افغانان خوښ وساتل. ایوب استاد د ملنګجان د شعرونو تر ټولو ډیر ویونکی هنرمند و. همیشه درون مجلس دلود.
    ایوب استاد ماته د پشتو تر ټولو ښه هنرمند ښکاری.
    خدای دی و بخښي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب