Homeخبرونهانس حقاني د طالبانو د نظامي کمېسيون د مرستيال وژل کېدا تائید...

انس حقاني د طالبانو د نظامي کمېسيون د مرستيال وژل کېدا تائید کړه

تاند (سه شنبه د اسد ۵) په پکتیا کې د طالبانو د پوځي کمیسیون غړی عبدالحق عمري ووژل شو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی انس حقاني وايي، د دې ډلې د مشرتابه او مذاکره کوونکې ډلې د غړي محمد نبي عمري زوی له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

انس حقاني پر خپل ټویټر د عبدالحق عمري د وژل کېدو پخلی کړی، خو په دې هکله یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.

راپورونه وايي، عبدالحق عمري په خوست ولايت کې د جګړې پر مهال د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

امنيتي مسؤلين وايي چې هغه د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسيون مرستيال هم و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...