Homeخبرونهامریکا او یوناما له ښکېلو خواوو د جګړې درولو غوښتنه وکړه

امریکا او یوناما له ښکېلو خواوو د جګړې درولو غوښتنه وکړه

تاند(جمعه، اسد 2)- يوناما او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ په يوه ګډه خپره کړې اعلاميه کې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د سياسي جوړجاړي لپاره جګړه ودروي او د مذاکراتو له لارې پرمختګونه رامنځته کړي.

دغه راز اعلامیه کې راغلي، د سازمانونو او هېوادونو ډله له افغان سره ځواکمن ګډون ته ژمنه ده او د لېږد د نوي بهیر پړاو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره پرمختګونه څاري.

دغه اعلامیه داسې مهال خپره شوې، چې په افغانستان کې جګړو زور اخيستى او په قطر کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې وروستۍ غونډې کومه ملموسه پايله نه ده ورکړې.

تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي يو غړي سهېل شاهین وویل، تر هغې د سولې نه کوي چې ولسمشر غني له واکه لاس په سر نه شي خو ارګ بيا د دوى د دې غوښتنې په غبرګون کې ویلي، کله چې طالبان د خلکو وژل ودروي نو په جدي مسایلو بحث ته چمتو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...