چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+تر ټولو کوچنی جمهوریت؛ ولسمشر یې تر ټولو اسوده او خوشاله هېواد...

تر ټولو کوچنی جمهوریت؛ ولسمشر یې تر ټولو اسوده او خوشاله هېواد بولي

تاند — د نړۍ تر ټولو کوچنى هېواد د مولوسیا په نامۀ يادېږي چې د امريکا ډایټون نوېډا ایالت ته نژدې پروت دى.

د معلوماتو له مخې، د مولوسیا جمهوریت مساحت اته هکتاره دی چې د بنسټ ډبره یې د ۱۹۷۷ میلادي کال د مۍ میاشتې په ۲۶مه د کوين بايو په نوم د یوه کس له خوا چې اوس د دې هېواد جمهور رئیس دی اېښودل شوې ده.

کوين بايو چې کله د خپل هېواد رسمي پولې معلومې کړې، نو مولوسيا نوم یې پرې کېښود.

ویل کېږي د دې امريکايي سړي مېرمن مړه شوې وه او په خپل هېواد کې له خپلو دوو زامنو او درې سپيانو سره اوسیده. هغه مهال له نوموړي سره يې ټول ټال نفوس شپږ تنه و خو اوس یې نفوس ۳۳ تنو ته لوړ شوی دی.

کوين بايو خپله سيمه کلونه مخکې د ځانگړي هېواد په توګه نومولې ده. دا هېواد پر څو کوچنيو څړ ځايونه سربېره يوه ودانۍ لري چې د کوين بايو کور دى .

جالبه خو لا داده، چې هر گرځندوى چې د مولوسيا هېواد ته داخلېږي بايد مخکې له داخلېدو د مولوسيا له ولسمشر څخه ويزه واخلي.

د ليک لېږلو ځانگړې پوست خونه او همدارنگه جلا پولي واحد لري چې يوازې په همدې هېواد کې د چلښت وړ دی. دغه راز ځانته ځانګړى بيرغ هم لري.

کوین بایو په یوه مرکه کې ویلي، هېواد یې د نړۍ تر ټولو اسوده او خوشحاله هېواد دى چې طبقاتي کشمکشونه په کې نشته، او په بېلا بېلو نومونو په کې څوک نه ځورول کېږي.

همدارنګه په مولوسیا جمهوریت کې صحي خدمتونه هم کاملاً وړيا دي. هر څوک چې ناروغ شي د لومړنيو مرستو صندوق ته مراجعه کوي او د اړتيا وړ درملو څخه په وړيا توګه استفاده کولی شي.

د مولوسیا ولسمشر کوین بایو ویلي چې د هوا په ککړتیا کې لکه د نورو هېوادونو لاس نه لري او په ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې له دوی څخه مننه وکړي.

مولوسیا تر اوسه د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب