یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبایډن افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړل

بایډن افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کړل

تاند (شنبه د اسد ۲) د امریکا ولسمشر جو بايدن د دوو ځانګړو فرمانونو په صادرولو سره په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالره منظور کړل.

په لومړي فرمان کې راغلي چې د دغو مرستو سل میلیون ډالر دې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په غیر منتظره ډول د بې ځایه شویو کډوالو د اړتیاوو او هم امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ځانګړې شي.

د دوهم فرمان له مخې، دوه سوه میلیون ډالره نور دې د ادارو او د امریکا د متحده ایالاتو د وزارتونو له منابعو څخه د ګډوالو، د جګړود قربانیانو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې غوښتوونکو په ګډون د نورو هغو کسانو د خیر ښیګڼې د چارو لپاره ځانګړې شي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله زیامن شوي دي.

د دغو فرمانونو د توشیح سره سم او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د بشپړېدو په درشل کې د امريکا ولسمشر جوبايډن او ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ماخوستن ټيلفوني خبرې وکړې.

ولسمشر غني وايي له جوبايډن سره د دواړو هېوادونو د بدلېدونکو خو دوامداره اړيکو په هکله غږېدلی دی.

ولسمشر غني همداراز ویلي چې د امريکا ولسمشر جوبايډن ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو به د امریکا ملاتړ دوام ولري، ولسمشر غني پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې په‌دغو خبرو کې دواړو لورو د سولې او ټيکاو لپاره د افغانانو د اجماع پر اهميت ټينګار کړی دی.

په دغو خبرو کې ويل شوي چې افغان ځواکونه د هېواد د ساتنې او دفاع وړتيا لري.

جوبايډن له‌ ولسمشر غني سره په خبرو کې يو ځل بيا له افغان حکومت سره د واشګټن د‌ ډیپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو د ملاتړ خبره کړې او د امنيتي ځواکونو او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتل يې مهم بللي دی.

سپینې مانۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر بایډن او ولسمشر غني د افغانستان پر حالاتو غږېدلي او دواړو مشرانو د دوامداره مشارکت لپاره خپلې ژمنې یو ځل بیا تازه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب